د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر پښتونخوا کې اته اېف اېم راډیو سټېشنې خلاصېږي


د پاکستان مطبوعاتو څارنې ادارې پیمرا چارواکو د خیبر پښتونخوا په مختلفو ضلعو کې اته نویو شخصي نشریاتي کمپنیو ته د اېف اېم راډ‌یوګانو د لایسنسونو ورکولو پرېکړه کړې ده.

د پیمرا چارواکو نن د اپرېل پر ۱۷نېټه یوې خبري غونډې ته وویل چې په دوشبنه د پیمرا په دفتر کې د راډیو مالکانو ته بلنه ورکړل شوې وه او له هغې وروسته یوه خبري غونډه هم وشوه.

دا اېف اېم راډیو سټېشنې به په شوکدر (شبقدر)، هنګو، تخت بۍ، مردان، چارسده، مانسهره، اسماعیل خان دېره، او بونیر کې پرانیستل کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG