د لاسرسي ځای

تازه خبر

'په فراه کې ۴۰ وسله وال وژل شوي دي'


د افغانستان کورنیو چارو وزارت وايي، په فراه ولایت کې ۴۰ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش د دوشنبې په ورځ مشال راډیوته وویل، د فراه په پشت رود ولسوالۍ کې د یکشنبې په شپه پوځي عملیات پېل شوي دي.

نوموړي زیاته کړه، وژل شویو وسله والو په پشت رود ولسوالۍ او د فراه په نورو سیمو کې د امنیت خرابولو هڅې کولې.

وسله والو طالبانو په دې اړه لا څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG