د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان ولسمشر د ترکیې له پانګه والو سره لیدلي


د افغانستان ولسمشر وايي، ترکیه د پانګونې او خصوصي سېکټر په برخه کې ښې تجربې لري او افغان دولت په ‎دې برخه کې ترې ګټه پورته کولای شي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني په یکشنبه دا خبره د ترکیې اقتصاد وزارت د مرستیال فتح متين په مشرۍ د ترکي پانګه‎والو له یوې ډلې سره په لیدنه کې وکړه.

د ولسمشر د ویاند دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي بېګا شپه ازادي راډیو ته وویل چې په ارګ کې د دې لیدنې پر مهال ترکي پلاوي په افغانستان کې د پانګونې لپاره لېوالتیا وښوده او کابل هم د ترکي پانګونې ته هرکلی ووایه.

د مرتضوي په خبره افغان ولسمشر همداراز د پانګونې لپاره د هر ډول اسانتیاوو د برابرولو ژمنه وکړه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG