د لاسرسي ځای

تازه خبر

روس او ایران پر شام د امریکا هوايي برید غندلی


روس او ایران پر شام د امریکا او ايتلافيانو هوايي بریدونه غندلي دي.

د روس ولسمشر ولادمیر پوتین د شنبې په ورځ وویل، دا برید د یوه داسې هېواد له ځمکنۍ بشپړتیا سرغړونه ده چې د ترهګرۍ پرضد د مبارزې په لومړۍ کرښه کې دی.

پوتین ویلي دي چې مسکو به د دې مسلې د څېړلو لپاره د ملګرو ملتونو د امنیت شورا بېړنۍ غونډه راوبولي.

د ایران ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي پر شام د امریکا او ايلافيانو [فرانس او بريتانيې] هوايي حمله یو جرم بللی او ویلي يې دي چې دې برید هېڅ اهداف نه دي ترلاسه کړي.

د امریکا ولسمشر بېګا په سپینې ماڼۍ کې د وينا پر مهال پر شام د هوايي بریدونو اعلان وکړ.

ولسمشر ټرمپ او د امریکا ايتلافيان وايي، دا حمله په شام کې د کیمیاوي وسلو د برید په غبرګون کې شوې ده.

امریکا او لوېدیځوال ايتلافيان يې وايي، زیات امکان شته چې د شام حکومت په دوما ښار کې کیمیاوي وسلې کارولي وي.

د شام حکومت او روس بیا دا ادعا بې بنسټه بولي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG