د مصر په سینا ایالت کې د شنبې په ورځ په یوې نښته کې اته مصري سرتېري او ۱۴ وسله وال وژل شوي دي.
د مصر پوځ په یوې اعلامیه کې ویلي، وسله والو چې ځانوژونکي واسکټونه او لاسي بمونه يې لرل، د سینا په مرکزی برخه کې سهار مهال پر یوې امنیتي پوستې برید وکړ.
په دې پېښه کې ۱۵ سرتېري ژوبل شوي هم دي.
دا په مصر کې واک ته د دوهم ځل لپاره د ولسمشر عبد الفتاح السیسي تر رسېدو وروسته د وسله والو تر ټولو لویه او خونړۍ حمله بلل کېږي.
دا برید په داسې وخت کې شوی چې د مصر حکومت په دې هېواد کې د تېر کال بېړنی حالت، سږ کال تمدید کړ.