د لاسرسي ځای

تازه خبر

په افغانستان کې د ټاکنو لپاره د نوم لیکنې بهیر پیل شو


د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، په ٣۴ ولايتونو کې به د نوم ليکنې څه کم ١۵٠٠ مرکزونه پرانيستي وي.

د دغه کمېسيون يوه مرستيال معاذ الله دولتي له مشال راډيو سره په خبرو کې وويل چې رايه ورکوونکي د خپلو تذکرو له مخې رجسټر کېږي.

نوموړي زیاته کړه: "مهمه ده چې خلک د تابعيت تذکرې له ځان سره ولري چې د رايې ورکولو شرايط په کې واضح دي چې د افغانستان تابعيت ولري او ١٨ کلنۍ ته رسېدلى وي، په ټول افغانستان کې به ١٤١٩ مرکزونه پرانيستي وي، له ټولو هېوادوالو هيله کوم چې خپل نومونه ثبت کړي چې د رايې پر شرايطو د برابرو کسانو صاف او منظم ليست ولرو."

دولتي وويل چې د نوم ليکنې بهیر په دوو پړاوونو کې اول په ښارونو، بيا په ولسواليو او کليو کې ترسره کېږي چې هره بهیر يوه مياشت وخت نيسي.

د انتخاباتو خپلواک کمېسيون د مرستيال په خبره د نوم ثبتولو پروسې د پرمخ بېولو لپاره څه باندې ١٠زره نور کسان ګمارل شوي دي.

ده هيله وښوده چې دغه بهیر به له کوم امنيتي خطر پرته په ټول هېواد کې عملي شي.

XS
SM
MD
LG