د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مشال خان لومړی تلین ولمانځل شو


د مردان عبدالولي خان پوهنتون زده کوونکي د مشال خان د وژنې لومړی تلین نن د اپریل په ۱۳مه ولمانځل شو.

د مشال خان د تلین په مناسبت او د هغه لپاره د انصاف غوښتو په موخه پښتنو ښځینه مدني فعالانو د جمعې په ورځ په پېښور پرېس کلب کې یوه غونډه جوړه کړې وه.

په پېښور کې د سیول سوسایټي ارګنایزیشنز تر سیوري لاندې دغه غونډه تکړه قبایلي خویند، اوېر ګرلز، د حوا لور، لاس، ومېن ایکشن فورم او فیمینیسټ فرایډې نومي تنظمیونو ترتیب کړېوه چې ورته ښځینه مدني فعالانو، بشرا ګوهر، ګلالۍ اسماعیل او درخشندې په ګډون ګڼو نورو هغو ویناګانې وکړې.

بلخوا د صوابۍ په زېده کلي کې کې هم د مشال خان تلین ولمانځل شو او خلک د هغه قبر ته ورځي، ګلونه پر شیندي او دعاګانې ورته کوي.

د مې پر ديارلسمه نېټه به د مشال خان د تلين لمانځلو لپاره په زېده کلي کې یوه غټه غونډه کېږي چې د انتظام لپاره یې نن د مشال فورم کميټۍ وټاکل شوه.

زېده کلي کې د مشال خان لومړی تلین ولمانځل شو
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:03 0:00


مشال خان د ۲۰۱۷ز کال د اپرېل په ۱۳مه نېټه د مردان په عبدالولي خان پوهنتون کې بلوه ګرو کسانو چې ډېری یې زده کوونکي ول مشال خان مذهب ته د سپکاوي په تور وواژه. خو وروسته د پولیسو په پلټنو کې دا موندل شوې وه چې هغه هېڅ مذهبي سپکاوی نه وو کړی. او دغه ادعاوې یې درواغ بللې وې.

XS
SM
MD
LG