د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سیندۍ سندرغاړې د وژنې په تور یو تن ونیول شو


فایل تصویر
فایل تصویر

د پاکستان پولیسو یو مشکوک کس د یوې سندرغاړې د وژنې په تور نیولی دی.

سندرغاړې سمیرا سیندو چې حامله وه، د سېشنبې په ورځ د سند صوبې لاړکانه سیمې ته په یوه ورڅېرمه کلي کې په یوه محفل کې په ډزو ووژل شوه.

د سیمې د پولیسو قوماندان حضور بخش جونیجو د زیارت په ورځ وویل، د طارق جتويي په نوم تورن یې نیولی دی.

د سمیرا مېړه عاشق سامو ویلي چې په محفل کې یوه سړي د ده مېرمنې ته ټوپک ونیوه او ګواښ یې ورته وکړ چې ودرېږه او سندرې ووایه خو کله چې د ده مېرمنې وویل حمل لري او درېدلای نشي نو ډزې یې پرې وکړې.

جتوی ژورنالیستانو ته وویل چې ده د خوشالۍ لپاره هوايي ډزې کولې او سندرغاړې سمیرا په تصادفي مرمۍ ولګېده.

جتوی لاهم په توقیف کې دی.

سیمه ییزو ټلوېزیونونو د پېښې د جریان ویډیويي تصاویر خپاره کړي چې پر ټولنیزو شبکو او د پاکستان په ځینو سیمو کې یې اعتراضونه پارولي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG