د لاسرسي ځای

تازه خبر

امنیت شورا پر شام د ممکنه بریدونو په اړه بېړنۍ غونډه کوي


د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن پر شام باندې د امریکا او د هغې د متحدینو له خوا د ممکنه هوايي بریدونو په اړه بېړنۍ غونډه کوي.

دا بېړنۍ غونډه د روسیې په غوښتنه "نړیوالې سولې ته د ګواښ" په خاطر دایرېږي.

په ملګرو ملتونو کې د روسیې سفیر واسیلي نابینزیا ویلي چې لومړیتوب د جنګ د خطر مخنیوی دی، خو د ده په خبره روسیې ته د امریکا د دې اوونۍ ګواښوونکو پیغامونو ته په کتو د لوېدیځ هوايي بریدونو امکان نه شو ردولی.

دی وایي دا ممکنه بریدونه به کړکېچ زیات کړي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په داسې حال کې د روسیې په غوښتنه بېړنۍ غونډه کوي چې داسې ښکارېدل د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ به پرون پر شام باندې د ځنډېدلیو هوايي بریدونو په اړه له سره خبرې وکړي.

امریکا ګواښ کړی چې په دوما کې د اسد د رژیم له خوا د کیمیاوي وسلو د کارولو او د ۴۳ ملکیانو د وژنې په غبرګون به د اسد په رژيم راکټي بریدونه وکړي.

روسیې او د اسد رژيم په دوما کې د اپریل په اوومه د کیمیاوي وسلو کارول رد کړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG