د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتون ژغورنې غورځنګ ولې په لاهور کې ولسي غونډه کوي؟


د پښتون ژغورنې غورځنګ تر انتظام لاندې په پېښور کې ولسي غونډه (۸م اپرېل ۲۰۱۸)

پراګ - د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين اعلان کړی چې د اپرېل پر ۲۲مه نېټه به په لاهور کې جلسه کوي. دا به لومړی ځل وي چې غورځنګ په رسمي توګه په يوه غېرپښتني سيمه کې جلسه کوي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ يو مشر محسن داوړ وايي چې د تيرې يوې لسيزې راهيسې د ناامنۍ له کبله له فاټا او د پاکستان له نورو پښتني سيمو لسګونه زره پښتانه د پنجاب صوبې بېلا بېلو ښارونو ته د استوګنې او روزګار لپاره ولاړل خو هلته نسلي امتياز ورسره کېږي او د پوليسو لخوا ځورول کېږي. د نوموړي په وينا دا ستونزو د پښتنو کار و روزګار او تعليم ډېر زيات اغېزمن کړی دی. نوموړی زياتوي چې د همدغه ستونزو د هواري لپاره به غورځنګ د روانې مياشتې پر ۲۲مه نېټه په لاهور کې ولسي غونډه کوي.

((موږ غواړو چې هلته پښتنو ته دا ډاډګيرنه ورکړو چې دا تحريک د هغوی پر شا هم ولاړ دی او هغوی ملګرتيا به کوي.))

د نوموړي په وينا د پاکستان په هر ګوټ کې که پښتانه له ستونزو سره مخامخ وي نو غورځنګ به د يې ژغورنه کوي.

د پاکستان په هر ګوټ کې که پښتانه له ستونزو سره مخامخ وي نو غورځنګ به يې ژغورنه کوي.
محسن داوړ

په پنجاب کې د پاکستان پټان اتحاد نومي تنظيم مشر حاجي اياز خان ترين وايي چې په وار وار يې پښتانه د پوليسو له منګولو راخلاص کړي دي. د نوموړي په وينا په پنجاب کې پښتنو ته د شک په سترګه کتل کېږي.

((چې کله په پاکستان کې مذهبي يا قومي تهوار وي نو په هغو ورځو کې پښتانه ډېر ځورول کېږي.))

د نوموړي په وينا دلته پوليس پښتانه ونيسي او د پيسو اخيستلو وروسته يې خوشي کړي.

په پنجاب کې مې په وار وار پښتانه د پوليسو له منګولو راخلاص کړي دي
حاجي اياز خان ترين

حاجي اياز زياتوي چې په پنجاب کې د فاټا، خېبر پښتونخوا، بلوچستان او افغانستان په لکونو پښتانه مېشت دي او ده په وار وار د ډيورنډ د دواړو غاړ له پښتنو خواست کړی دی چې د يو بل پر ضد سپکي سپوري نه وايي.

نوموړی وايي منظور پښتين ته به فيصل اباد ښار ته د ورتګ بلنه هم ورکوي. حاجي اياز زياتوي چې لاهور ته به د پښتون ژغورنې غورځنګ په جلسه کې د ګډون لپاره ځي خو د ده په وينا د غورځنګ مشران بايد د خپلو پنځو غوښتنو ور اخوا په ادارو پسې خبرې ونکړي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين په پېښور کې ولسي غونډې ته وينا کوي (۸م اپرېل ۲۰۱۸)
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين په پېښور کې ولسي غونډې ته وينا کوي (۸م اپرېل ۲۰۱۸)

دا چې پښتون ژغورنې غورځنګ خپلې ولسي غونډې ولې له پښتني سيمو نورو سيمو ته وغځولې؟ محسن داوړ زياتوي چې د پاکستان په هر ښارکې که د پښتنو تعليم، اقتصاد يا د دوی له ژوند سره تړلې هرې څانګې ته زيان رسېږي نو غورځنګ به يې د ساتنې لپاره ځان ور رسوي.

پښتون ژغورنې غورځنګ د اسلام اباد پرېس کلب مخ ته د فبروري له لومړۍ نېټې بيا د فبروري ۱۰مې احتجاج وکړ چې د پاکستان د بېلا بېلو سيمو پښتنو ګډون پکې کړی و. دوی د حکومت مخې ته پنځه غوښتنې کېښودې چې په کراچي کې د وژل شوي پښتون ځوان نقیب الله مسود د قاتلانو نیول، د ماوراعدالت وژنو په اړه عدالتي کميشن جوړول، د لادرکه کړل شویو کسانو موندل، قبايلي سيمې له ماينونو پاکول او په پښتني سيمو کې د پوځ لخوا امنيتي پوستې کمول او هلته د ځايي ولس ځورونه بندول پکې شاملې دي.

د حکومت لخوا د غوښتنو د منلو له باور ورکولو وروسته غورځنګ خپل احتجاج د يوې مياشتې لپاره وځنډاوه او کله چې غوښتنې حل نه شوې نو په بېلا بېلو سيمو کې يې بيا په ولسي غونډو لاس پورې کړ.

تر دې دمه د نقيب مسود په وژنه تورن پوليس افسر راو انوار نيول شوی، په ځېنو قبايلي سيمو کې د ماينونو پاکولو کار پېل شوی او د پخوا په پرتله پر ځېنو امنيتي پوستو د خلکو ځورونه بنده شوې ده او په مالاکنډ کې ولسي انتظاميې ته د پوځ د خېنو امنيتي پوستو سپارلو کار پېل شوی دی.

XS
SM
MD
LG