د غزني نښته کې طالبان او افغان سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې
د افغانستان غزني ولايت چارواکي وايي بېګا پر خواجه عمري ولسوالۍ د طالبانو په بريد کې ديارلس کسان وژل شوي دي. د دې ولايت مرستيال امنيه قوماندان رمضان علي محسني نن رويټرز خبري اژانس ته وويل په وژل شوو کې ولسوال هم شامل دی. د هغه په خبره دې بريد کې تر څلوېښتو ډېر طالبان هم وژل شوي دي.طالبان هم افغان لوري ته د ډېر زيان اړولو ادعا کوي.