د لاسرسي ځای

تازه خبر

د روس او مصر ترمنځ پروازونه بیا پیل شول


روس او مصرهيله ښودلې چې د چارشنبې په ورځ به د دواړو هيوادونو ترمنځ د څه باندې دوو کالو د ځنډ وروسته نيغ په نېغه هوايي سفر بيا پیل شي.

دا سفر په ۲۰۱۵ م کال د سينا په ټاپوزمه کې په يوه روسۍ الوتکه کې د بمي چاودنې وروسته تړل شوی وو. په دې پېښه کې ۲۲۴ کسان وژل شوي وو.

له دې وروسته ماسکو مصر ته په پروازونو د امنيتي وجوهاتو له وجې بنديز ولګوو چې له امله يې د مصر اقتصاد ته تاوان رسيدلی.

ځکه د مصر اقتصاد چې زياتره په سېلګرۍ تکيا کوي ، دا هيواد د وروسيو سيلانايانو خوښ ځای دی.

ټاکل شوې چې نن د چارشنبې په ماښام به د ماسکو له ايرپورټ څخه د روس يوه الوتکه د قاهرې ايرپورټ ته پرواز وکړي چې پکې به شاو خوا ۱۲۰ مسافر وي.

دا به د څه باندې دوو کلونو وروسته لومړی پرواز وي. سبا له به د مصر هوايي شرکت هم د دواړو هيوادونو د سرښارونو ترمنځ خپل پروازونه پېل کړي.

د دواړو هيوادونو هوايي شرکتونه به په اونۍ کې په مجموعي توګه پينځه وارې له دواړو خواو پروازونه کوي.

خو روسیو چارواکو انديښنه ښودلې چې له دې ګام سره به د مصر په ستونزو کې راګيرې سيلګرۍ سره څه مرسته ونشي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG