تمه څرګنديږي چې د اذرباييجان اوږد مهاله حکمران الهام علييوف به د چارشنبې پر ورځ د اوو کلونو لپاره بيا منتخب شي.
په اذرباييجان کې د ولسمشريزو انتخاباتو څخه لويو اپوزیشن ګوندونو بایکاټ کړی دی.
دوی علييوف په زور واکۍ او د سياسي مخالفينو په ځپلو تورنوي.
اپوزيشن ګوندونو ادعا کړی چې دا انتخابات غير قانوني دی او پکې به درغلي کېږي.
د اذربايجان مخالفين، غربي حکومتونه او د بشري حقونو نړيوالې ډلې د علييوف پر حکومت نيوکې کوي چې په مستقل ډول يې د خپلواکه رسنيو ، خبريالانو، خپلو سياسي مخالفينو او فعالانو ځورولو ته دوام ورکړی.
۵۶ پنځوس کلن علييوف د دغه جنوبي قفقاز هيواد پر شاوخوا لس ميليونه خلکو د ۲۰۰۳ کال راهيسې حکمراني کوي.
نوموړي د پلار د مړه کېدو وروسته د واک واګې ترلاسه کړی وو.
په انتخاباتو کې اوه نور ګوندونه هم برخه اخلي چې نړيوال څارونکي به يې څارنه کوي.
د اروپا د امنيت او همکارۍ سازمان ويلي، دوی تمه نه لري چې په انتخاباتي کانديدانو کې به رښتيني سيالي وي.
دوی ادعا کوی چې په دې انتخاباتو کې د الهام علييوف په مقابله کې کوم کانديدان ولاړ دي نه خو هغوی د کوم سياسي متبادل استازيتوب کوي او نه هم فعاله ملاتړ لري.