د افغانستان د پروان والي په دې ولایت کې د داعش فعالیت د زیاتېدو په اړه اندېښنه ښودلې او ادعا يې کړې چې ځینې خلک دې ډلې ته په پروان کې د فعالیت زمینه برابروي.
فضلالدین عیار سېشنبې په ورځ په مرکز چاریکار کې یوې امنیتي غونډې ته وویل، یو شمېر کړۍ په دې هڅه کې دي چې په پروان کې د داعش فعالیتونه پراخ کړي.
عیار د چا او کومې ځانګړې ډلې نوم وانخيست، خو له خلکو يې وغوښتل چې په خپلو سیمو کې داعشیان پرېنږدي.
که څه هم د پروان د لوېدیځ ځینې سیمې د طالبانو په کنټرول کې دي، خو دا لومړی ځل دی چې د دې ولایت چارواکي دغلته د داعش د فعالیت خبره کوي.