د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مصر پوځي عدالت ۳۶ کسانو ته د مرګ سزا اورولې


د مصر پوځي عدالت د سېشنبې پر ورځ هغو ۳۶ کسانو ته د مرګ سزا واوروله چې پرې د قبطي عیسویانو پر کلیساو د دریو خونړیو بریدونو شک کېږي.

د دې پېښو زمه واري اسلامي دولت وسله والې ډلې منلې وه.

تیر کال په اپریل میاشت کې په تانتا او الیګزېنډریا ښارونو کې په دوو کلیساګانو په ځانمرګیو بریدونو کې ۴۶ کسان وژل شوي وو.

له دې وړاندې د ۲۰۱۶م کال په دسمبر میاشت کې د قاهرې په یوې کلیسا په ځانمرګي برید کې ۲۸ کسان وژل شوي وو.

د مصر پوځي عدالت له خوا د مرګ دا سزاګانې ابتدايي دي او د مصر تر قانون لاندې به ستر مفتي ته وړاندې کېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG