د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان چارواکي ادعا کوي چې له پاکستانۍ غاړې ۴۳۵ توغندي ورتوغول شوي


افغان چارواکي وايي، په تېر يوه شواروز کې د کونړ ولایت پر ځېنو سرحدي ولسوالیو د پاکستان له لورې ۴۳۵ توغندي ویشتل شوي دي.

د کونړ د والي ویاند عبدالغني مصمم نن (سېشنبه) مشال راډيو ته وويل چې دغه توغندي، پر سرکاڼو او دانګام ولسوالیو لګیدلي دي.

د مصمم په خبره په سرکاڼو کې د لګېدلي توغندي له امله يو عام وګړی وژل شوی دی.

بلخوا پر دانګام ولسوالۍ لګېدلي توغنديو مالي زيانونه اړولي دي. د توغنديو د بريدونو له امله ګڼ خلک خپلو سیمو پرېښودو ته هم اړ شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د تیرې جمعې په ورځ د پاکستان وزيراعظم شاهد خاقان عباسي د افغان ولسمشر اشرف غني په بلنه کابل ته سفر درلود.

افغان چارواکو ویلي چې د دواړو لورو ترمنځ په خبرو کې د پاکستان له لورې پر کونړ ولايت د پاکستاني توغندیو د ویشتلو خبره هم شامله وه.

پاکستاني چارواکو د تازه توغنديو ويشتلو په اړه څه نه دي ويلي خو مخکې يې ويلي وه چې دوی پر خپله خاوره د وسله والو پرضد عمليات کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG