د ایران حکومت اعلان کړی دی چې سر له ننه به په بانکونو او بازار کې ۴۲۰۰۰ ریاله په یوه ډالر تبادله کیږي.
د دوشنبې په ورځ د کابینې تر غونډې وروسته د ولسمشر لومړي مرستیال وویل اسحاق جهانګیري، که چیرته چا تر ټاکلي نرخ ریال په بل قیمت تبادله کړ دا هڅه به قاچاق وبلل شي او قانوني چلند به ورسره وشي.
د ایران کابینېتر هغه وروسته دا پریکړه وکړه چې د دوشنبې په ورځ په ازاد بازار کې یو ډالر په شپیته زره ایراني ریالو تبادله شو.
د ایران حکومت وایي چې د اسلامي رژیم دښمنان د ایرانیو پیسو د ارزښت ټیټېدو هڅې کوي.