د لاسرسي ځای

تازه خبر

''هغه پاکستاني عالمان رابولو چې افغان وژنه جهاد بولي''


د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، د اسلامي نړۍ د عالمانو په کنفرانس کې د دې شورا په خبره د هغو پاکستاني عالمانو ګډون چې د افغانانو وژنه جهاد بولي، مهم دی. د سولې عالي شورا ویاند سید احسان طاهري نن مشال راډیو ته وکړه.

"د پاکستان ځینې دیني عالمان متأسفانه د افغانستان جنګ شرعي او د مسلمانانو وژنه جهاد بولي. دوی باید د اسلامي نړۍ له عالمانو په خاصه توګه له افغان عالمانو سره کښېني، او پوه شي چې اسلام د وژنې دین نه ‌دی، د مذاکرې او سولې دین دی او جنګ چې د هر چا ترمنځ وي مردود ګڼي. "

ښاغلي طاهري وویل، افغانستان د اسلامي نړۍ د عالمانو د کنفرانس د ترسره کېدو لپاره چې یا به‌ یې کوربه وي یا به په سعودي کې وشي یو لړ هڅې کړې دي. د سولې شورا وايي، تمه لري چې د پاکستان دیني عالمان په دغه کنفرانس کې د ګډون لپاره چمتو شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG