د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې د ايين ورځ لمانځل کېږي


له نننه ۴۵ کاله وړاندې [د ۱۹۷۳م کال د اپرېل پر ۱۰مه نېټه] د هغه وخت پارلېمان د پاکستان د ۱۹۷۳م کال ايين يا اساسي قانون منظور کړ چې بيا وروسته د اپرېل پر ۱۲مه نېټه د هغه وخت ولسمشر ذوالفقار علي بټو تصويب کړ.

د دې ايين له مخې په پاکستان کې سېنېټ جوړ شو چې ټولو صوبو ته پکې د برابرۍ پر بنياد استازيتوب ورکړل شو. بلخوا په پاکستان کې فيډرالي پارليماني نظام رامنځ ته شو او زيات اختيارات وزيراعظم ته ورکړل شول.

د ايين له منظورۍ وروسته ذوالفقار علي بوټو په قومي اسمبلۍ کې د اکثريت رايو په ګټلو وزيراعظم منختب شو او د هم هغه کال پر ۱۴م اګست يې د وزيراعظمۍ سوګند پورته کړ.

بلخوا فضل الهي د پنځو کلونو لپاره د هېواد ولسمشر وټاکل شو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG