د لاسرسي ځای

تازه خبر

نړیوال بانک له افغان حکومت سره ۶۹۱ میلیونه ډالر مرسته کوي


نړیوال بانک له افغانستان سره د ۶۹۱ میلیونو ډالرو د مرستې ژمنه وکړه. د دغې مرستې تړون د سېشنبې په ورځ په کابل کې د افغانستان د مالیې وزیر اکیل حکیمي او په افغانستان کې د نړیوال بانک د مشر شوبهم چوهدري ترمینځ لاسلیک شو.

د افغانستان د مالیې وزیر وویل، د نړیوال بانک د دغې مرستې ۶۰۰ میلیونه ډالره به د روغتیايي خدمتونو، ۵۱ میلیونه ډالره به د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د خدمتونو او ۴۰ میلیونه ډالره به ېې د افغانستان بانکونو وړتیا لوړولو په برخو کې ولګول شي.

په دې مناسبت په یوه ناسته کې د جنوبي اسیا لپاره د نړیوال بانک مرستیالې سنا هوسر وویل، دا له افغانستان سره د نړیوال بانک د مرستو دوام دی.

میرمن هوسر هیله وښوده چې دغه مرستې د افغانستان په درېو سکتورونو په شفافه توګه ولګېږي او نتیجې یې د افغانستان خلکو ته ګټورې وي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG