د لاسرسي ځای

تازه خبر

هند کې د ښوونځي ماشومانو بس کندې ته لوېدلي، ۳۰ تنه وژل شوي


د هند په شمال کې د همالیا په غرنۍ سیمه کې د سکول یو بس له یوې لوړې غورځیدلی چې په کې د ۲۷ ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۳۰ کسان وژل شوي دي.

پولیس وايي، په دې بس کې د یوه ښوونځي زده کوونکي په هیماچل پردیش ایالت کې خپلو کورونو ته روان ول چې نورپور سیمې ته نژدې له یوه ګړنګه وغورځېدلی دی.

دا ځای له ایالتي مرکز شیمله څخه ۳۲۵ کلیومیټره لیرې دی.

د پولیسو یو لوړپوړي چارواکي سنتوش پټیل ویلي، بس ۶۰ میټره ژورې کندې ته غورځیدلی او بس چلوونکی او دوه ښوونکي هم په پېښه کې وژل شوي.

نوموړې ویلي چې ۱۲ ماشومان له پېښې په ټپي حالت کې روغتون ته رسول شوي چې د ډېرو روغتیايي وضیعت خراب دی.

د ده په وینا، په دې بس کې د زیاتره زده کونکو عمرونه له ۱۰ تر ۱۲ کلونو پورې وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG