افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن دوشنبه د خوست په هوايي ډګر کې یوشمېر پروژې پرانیستې.
پر دې پروژو چې ۷۳ میلیونه افغانۍ لګښت راځي، لنډمهالی ټرمینل، د راډارونو سیستم، د اوروژنې اسانتیا او د هوايي ډګر دننه سړکونه جوړول شامل دي.
چارواکي وايي چې د یادو پروژو کار به د ۶ میاشتو په موده کې بشپړ شي.
د هوايي ډګر د ځغاست لیکې کار چې پخوا بشپړ شوی ورباندې ۷۲۹ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی دی.
ولسمشر په هوايي ډګر کې د یادو پروژو تر پرانیستې وروسته په هېليکوپټر کې د خوست ورزې سیمې ته ولاړ او هلته يې د یوه وړوکي برېښنا-کوټ پرانیسته هم وکړه.
ټاکل شوې ولسمشر تر دې پرانیستو وروسته د خوست د اوسېدونکو په یوه غونډه کې ګډون وکړي.