د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا په شام کې د کیمیاوي وسلو د استعمال څېړنه کوي


امريکا وايي په شام کې د ممکنه کيمياوي وسلو بريد په اړه راتلونکي رپورټونه له نيزدي څاري. د امريکې بهرنيوو چارو وزارت د اپرېل په ۷مه په يوه خبرپاڼه کې وويل چې که دا بريد تاييد شي، زمه واري به يې پر روسیې وي.

د خبرپاڼې تر مخه د شام رژيم پر خپلو خلکو پخوا هم کيمياويي مواد کارولي دي او روس د دغه رژيم ملاتړ کوي نو ځکه زمه واري هم پر دوی پريوځي.

د خالي پر ورځ، د شام ياغيانو او نړيوالو خيريه ادارو د دغه هېواد پر حکومت تور پورې کړ چې په ختيځه غوطه سيمه کې يې داسې بمونه غورځولې چې زهرجن کيمياوي مواد یې درلودل.

په ازاده توګه د دې دعوو تصديق نه دی شوی او د شام سرکاري رسنيوو د چارواکو له خولې دا تور رد کړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG