د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسلام اباد: د امریکا سفیر خارجه وزارت ته احضار شوی


د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ وویل چې په اسلام اباد کې يې امريکايي سفير ورغوښتی او د هغه ترافيکې پيښي پر سر يې ورته احتجاج کړي چې پکې يو تن مړ شوی دی.

د بهرنيو چارو وزارت په يو بيان کې ويلي چې پيښه د خالي په ورځ په اسلام اباد کې شوې ده او په وينا يې د امريکا د سفارت يو ګاډي د یو موټر سایکل سره ټکر کړی چې له کبله یې پر موټر سایکل سپور تن مړ شوی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي دوی د پېښې پلټنې کوي. د امریکا سفارت تر اوسه په دې اړه مشال راډیو ته څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG