دولتي خبري اژانس انادولو د پنجشنبې په ورځ وویل، پېښه د اېسکي شهیر په عثمان غازي پوهنتون کې شوې.
اژانس وايي، وسله وال د پوهنتون یو څېړونکی وو او وژل شوي د فاکولتې مرستیال مشر، یو سېکرټر او دوه استادان دي.
د ترکیې دوګان خبري اژانس وايي، پولیسو دا وسله وال نیولی دی.
د پوهنتون مشر حسن ګونېن د پنجشبنې په ورځ وویل، وسله وال د برید ښکار شوي په امریکا کې د جلا وطنه خطیب فتح الله ګولېن پلویان بلل. پر ګولېن د ۲۰۱۶ز په جولای کې د ولسمشر رجب طیب اردغان پرضد د ناکامې کودتا تور دی چې هغه یې ردوي.