د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټرمپ: د یوې مودې لپاره خپل ځواکونه په شام کې ساتو


یوه لوړپوړي امریکايي چارواکي ویلي چې ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ملي امنیت له ډلې سره په ناسته کې پر دې سلا شوی چې په شام کې د یو څه نور وخت لپاره امریکايي ځواکونه وساتي خو نه غواړي چې تر ډېرې مودې هلته پوځي شتون ولري.

د ملي استخباراتي ادارې مشر ډېن کوټس د چارشنبې په ورځ رویټرز خبرې اژانس ته ویلي چې ولسمشر ډونلډ ترمپ غواړي چې داعش ته ماته ورکړل شي او د سیمې پر ټولو هېوادونو غږ کوي چې په شام کې د کرارۍ لپاره مرسته وکړي.

نوموړي ویلي چې سپینه ماڼۍ به په شام کې د پاته کېدونکو امریکايي ځواکونو د شمېر اعلان به ژر وکړي.

ځانګړې پاڼې

د مشال ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG