د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان: د سکرو په کان کې شپږ کسان وژل شوي


د بلوچستان له مرکز کوټې سره جنوب پلو ته نېږدې د سوارب سیمې کې د سکرو په کاڼ کې شپږ کانکیندونکي مړه شوي دي.

دغه پېښه له سورابه پنځوس کلومیټره لیرې په سیاه کمب سیمه کې د سکرو په کان کې هله رامنځ ته شوه چې ناڅاپه په درنګ کې دننه ګېس خارج شو.

د سکرو یا کویلې دغه کان یو کال مخکې موندل شوی وو.

د مشال راډيو خبریال د ځايي چارواکیو له خولې وايي چې په پېښه کې وژل شوي ټول کانکیندونکي د پښین اوسېدونکي ول چې د لېوېز سرتېرو په مرسته له کانه واېستل شول او خپلو پلرنیو سیمو ته یې مړي واستول شول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG