د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شام په اړه روس، ايران او ترکيه غونډه لري


اردغان او پوتين
اردغان او پوتين

د ايران، ترکیې او روس ولسمشران نن په انقره کې د شام د راتلونکې په اړه خبرې کوي. دا په تېرو شپږو میاشتو کې د يادو درېوو هېوادونو د ولسمشرانو دوهمه ناسته ده.

دا درې واړه هېوادونه د شام په اوه کلنه جګړه کې په ژور ډول ښکېل دي. روس او ايران د بشارالاسد ملاتړ کوي او ترکي د هغو ياغيانو ملګرې ده چې د اسد ليرېکول غواړي.

دوی د شام جګړې ختمولو لپاره د قزاقستان په استانه کې د مذاکراتو يوه لړۍ پېل کړې ده او وايي په جينيوا کې د ملګرو ملتونو د خبرو سره يو ځای پر مخ ځي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG