د امریکا په کیلیفورنیا کې د یوټیوب په مرکزي دفتر کې یوې ښځې په ډزو کې د درېو کارکوونکیو تر ژوبلولو پس خپلځان وژلی دی.
د سان برونو پولیسو مشر اد باربریني د سېشنبې په ورځ وویل دغې ښځې سان فرانسسکو ته نېږدې د یوټیوب درې ملازمین زخمیان کړل او بیا يې ځان ووژه.
د سان فرانسسکو د روغتون ویاند ویلي دغلته درې ټپیان وروړل شوي دي چې په دوی کې د یو ۳۶ کلن سړی او یوې ۳۲ کلنې ښځې طبعي وضع ښه نه ده.
هغه ویلي کېدای شي روغتون ته نور رنځوران هم راوړل شي. سپینې ماڼۍ ویلي ولسمشر ټرمپ ته د پیښې په اړه مالومات ورکړل شوي او د هغه انتظامیې په دغه اړه په هر څه نظر ساتلې دی.