د لاسرسي ځای

تازه خبر

له پاکستان د افغان کډوالو ستنېدنه د سږ کال تر ۳۰ جون ځنډول شوې


په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره يو اېن اېچ سي ار وايي چې د راجسټر افغان کډوالو د بيا ستنېدو نېټه يې د روان کال د جون مياشتې تر ۳۰مې نېټې پورې غځولې ده. د ادارې وياند قيصر اپريدي نن [سېشنبه] مشال راډيو ته وويل چې دا پرېکړه د پاکستان وفاقي کابينې په تېره مارچ مياشت کې کړې وه.

نوموړی زياتوي چې له ۲۰۰۲م کال څخه تر اوسه شاوخوا ۴۳ لکه افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي دي او دا لړۍ اوس هم روانه ده.

))له تېر کال ډيسمبر څخه د روان کال د فبروري تر ۲۸مې نېټې د بلوچستان په کوټه او د خېبر پښتونخوا په نوښار کې د کډوالو د بيا ستنېدو مرکزونه تړل شوي ول. د ژمې له دمې وروسته د مارچ له لومړۍ نېټې څخه بيا تر اوسه شاوخوا ۲۰۰۰ کسان په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شوي دي.))

د ملګرو ملتونو په وينا دا وخت په پاکستان کې شاوخوا ۱۴ لکه افغان کډوال مېشت دي چې څه باندې نهه لکه په خېبر پښتونخوا کې، درې نيم لکه په بلوچستان کې، څه باندې يو نيم لک په پنجاب کې ، ۶۲ زره په په سيند اوځينې نور د پاکستان تر انتظام لاندې کشمير کې مېشت دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG