بلوچستان حکومت د معذورانو حقونو خوندي کولو ژمنه کړې
د بلوچستان اعلا وزیر میر عبدالقدوس بزنجو ویلي دي چې صوبايي حکومت په صوبه کې د معذورانو حقوقو خوندیتوب لپاره ځانګړي ګامونه پورته کړي دي او اغېزې به یې ژر ښکاره شي. نوموړي وویل حکومت غواړي چې معذوران هم په ټولنه کي ښه ژوند تېر کړي. اعلا وزیر دا خبره د دوشنبې ورځ په کوټه کې پر احتجاج ناستو معذورانو ته په خپله وینا کې کړې ده.