د لاسرسي ځای

تازه خبر

اې اېن پي د پښتنو پر ستونزو ټول ګوندیزه غونډه رابولي


نن دوشنبه د چارسدې په ولي باغ کې د عوامي نېشنل ګوند د مخکښو مرکزي او صوبايي مشرانو یوه مهمه غونډه وشوه چې پکې په ټول پاکستان کې پښتنو ته پر ورپېښو ستونزو د یوې ټول ګوندیزې غونډې رابللو پرېکړه وکړل شوه.

د اې اېن پي مرکزي مشر اسفندیار ولي خان په مشرۍ ترسره شوې غونډې پر حکومت غږ وکړ چې تر راتلونکيو ټولټاکنو وړاندې دې قبایلي سیمه د خیبر پښتونخوا برخه جوړه کړل شي. د دوی په وینا که داسې و نه شو نو د قبایلي سیمو د ولس ستونزې به نورې هم سېوا شي او په دې کې ځنډ نور د زغملو نه دی.

دوی وویل چې فاټا ترهګرۍ ځپلې ده او دوی ته دې خصوصي مالي پېکېج هم اعلان کړل شي او راتلونکيو ټولټاکنو کې دې ورله په صوبایي اسمبلۍ کې پوره پوره نمایندګي ورکړل شي.

په ولي باغ کې دې غونډې له حکومته یوشمېر غوښتنې وکړې چې پکې د پښتون تحفظ موومنټ غوښتنې هم شاملې دي. چې قبایلي سیمې له مځکنیو ښخ کړیو ماینونو پاکې کړل شي او د دغه سیمې ولس دې نور له ځاني زیانه بچ وساتل شي او په ترهګرۍ او دغه بارودي سرنګونو کې ځپل شويو خلکو ته دې له وړاندې اعلان شوي شهدا پیکج باندې دې عملداري وکړل شي.

دوی وویل چې تر ډېره وخته ځای پر ځای موجود چیک پوسټونو باندې نارینه، زنانه ماشومان او مشران تر سخت ذهني تکلیف تېرېږي چې ورسره مسلې نورې هم سېوا کېږي نو باید غیر ضروري چیک پوسټونه دې ختم کړل شي او له دې سره سره دې هفته وار ګرځبندیز/کرفیو هم ختمه کړل شي.

له دې علاوه دې د هدفي وژنو هم په مستقله توګه مخنیوی وشي او د نقیب الله مسود سره د ټولو بې ګنا ه کسانو د وژنو ککړو مجرمانو ته سختې سزاګانې ورکړل شي او د ټولو پښتنو چې د مزدرویو لپاره له کورنو بهر دي د ځان، مال روزګار او عزت تحفظ دې باوري کړل شي.

د ملکي سیاسي صورتحال په اړه اسفندیار ولي خان زیاته کړه، که چرې اتلسم آئیني بدلون وچېړل شو نو ډېر خطرناکه نتیجه به یې راووځي او ژمنه یې وکړه چې د دوی ګوند اې اېن پي به د داسې سازش کامیابېدو ته پرېنږدي او د صوبو خپلواکي به کله هم څوک وانخلي.

دوی زیاته کړه چې د چین – پاکستان اقتصادي راهدارۍ څخه د فاټا او پښتونخوا ایستل د ملک سلامتۍ لپاره خطرناکه کېدلای شي.

اسفندیار ولي خان وویل چې د پښتنو حقونو تحفظ لپاره خپل پوره کردار لوبوي.

XS
SM
MD
LG