کوټه ـ د یکشنبې پر ورځ، د بلوچستان په سرښار کوټه کې ناڅرګنده وسله والو په ډزو يو هزاره شيعه کس وژلی او بل یې ټپي کړی دی.
د سټي تاڼې د پوليسو په وېنا دا پېښه د کوټې په قندهار بازار کې هغه مهال وشوه چې موټرسايلکل سپرو وسله والو پر خلکو ډزې وکړي.
تر اوسه کومې وسله والې ډلې د دې بريد زمه واري نه ده اخيستې.
په کوټه ښار کې تر دې وړاندې هم د هدفي وژنو ورته پېښې مخې ته راغلي دي. د بریدګرو زیاتره هدف د سیمې شیعه مسلکي هزارګان وي. دوی وار په وار له حکومته غوښتنه کړې ده چې د دوی د ژوند حفاظت دې وکړي خو حکومت تر اوسه په دې کار کې بریالی شوی نه دی.