د کراچۍ په نیشنل سټیډیم کې د یکشنبې په ورځ د شل اوریزو لوبو لومړنۍ لوبه ترسره کېږي چې د کتو لپاره یې په زیاته اندازه نندارچیان سټیډیم ته رسېدلي دي.
دواړه هیوادونه به د یو بل خلاف درې شل اوریزه لوبې ترسره کوي. دا په تيرو ۹ کلونو کې لومړی ځل دی چې په کراچۍ ښار کې کومه نړیواله لوبه ترسره کېږي.
تر دي وړاندې د مارچ په ۲۵ مه د پاکستان سوپر ليګ پايلوبه په کراچۍ ښار کېتر سره شوې وه.
د پاکستان او ويسټ انډيز ترمينځ دوهمه شل اوريزه لوبه د دوشنبې پر ورځ او درېیمه د اپريل په دريمه نيټه کېږي.
دا وخت د شل اوريزه کرکټ په درجه بندۍ کې پاکستان په لومړي نمبر دی.