د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا پر شام مرستې کموي


امریکايي چارواکي وايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ د بهرنیو چارو وزارت ته ویلي چې له شام څخه دې تر ۲۰۰ میلیونه ډالره زیاته مرسته را وګرځوي.

د چارواکو په وینا ، دا په داسې وخت کې ده چې د ولسمشر ټرمپ اداره د شام په شخړه کې د خپلې ښکېلتیا په اړه له سره فکر کوي.

دا خبر وال سټریټ ژورنال دجمعې په ورځ له هغه وروسته ورکړی دی چې ولسمشر ډونلډ ټرمپ وویل دوي به ډېر ژر له شام څخه ووځي.

یو شمېر امریکايي او نړیوالو رسنیو هم نن د ولسمشر ټرمپ د دې امر پخلی کړی دی.

د شام لپاره دا اضافي مرسته د امریکا د بهرنیو اوس چارو تلونکي وزیر رېکس ټېلرسن د روان کال په فروري میاشت کې په هغه غونډه کې اعلان کړې وه چې په کویت کې شوې وه.

نوموړی وايي امریکا باید د داعش او القاعده بیا راپورته کېدو او ایراني نفوذ مخنیوي ته په شام کې پاتې شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG