د لاسرسي ځای

تازه خبر

روس له هېواده د ۲۳ هیوادونو سفارتکاران باسي


روس د بدل اخیستنې په توګه د درویشت هیوادونو سفارتکارانو ته ویلي چې له دې هیواده ووځي.

د روس د بهرنیو چارو وزارت د ۲۳ هیوادونو د سفارت خانو مشران د جمعې په ورځ ورغوښتي وو چې زیاتره په هغه اروپايي هیوادونه وو چې د برتانیا اتحادیان دي.

یاد وزارت ویلي چې د دې هیوادونو شپېته ‌ډپلوماټان له خپله هیواده باسي او د څلورو نورو هیوادونو پرضد هم د ورته ګام پورته کولو حق لري.

دا له هغه یوه روځ وروسته ده چې روس نه یوازې د امریکا شپېتو سفارتکارانو ته د اپرېل تر پنځمې وخت ورکړې چې له دې هیواده ووځي بلکې په سینټ پیټرز برګ نومي ښار کې یې د امریکا کونسلګرۍ هم وتړله.

برتانیا،امریکا،ناټو او یو شمېر اروپايي هیوادونو وار له مخه د روس شاوخوا یونیم سل سفارتکاران اېستلي دي.

دا مسله له هغه وروسته راپورته شوه چې په برتانیا کې یو پخواني روسي جاسوس او د هغه لور ته زهر ورکړل شو.

برتانیا یې تور پر روس پورې کړ خو روس وویل دوي په دې کې لاس نه لري بلکې دا کار که په خپله برتانیا نه وي کړی نو دې ثابته کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG