د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ډېره اسماعیل خان کې چاودنې درې پولیسان وژلي


د خیبر پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان کې تير شپه په يوه چاودنه کې د پولیسو درې تنه وژل شوي او شپږ نور ټپي شوي دي.

ځايي چارواکي وايي چې دا پېښه تېر ماښام هغه مهال وشوه چې د ډېره اسعماعیل خان د پولیسو ضلعې مشر ډاکټر زاهد الله له نورو عسکر سره په ګشت روان وو او د سړک پر غاړه ښخ کړل شوی بم پرې وچاودی.

په برید کې ډاکټر زاهدالله ته زیان نه دی رسېدلی او بل پلو ډاکټر فريد الله مشال راديو ته وویل چې د ټپي شوو کسانو حالت هم له خطرې بهر دی.

تحریک طالبان پاکستان د دې برید زمه واري منلې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG