د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملالې ته خپلو خپلوانو او پښتنو فعالو مېرمنو هرکلی ووایه


د ملالې یوسفزۍ ترور زوی وکیل سلطان روم له هغې سره ولیدل. ۳۰م مارچ ۲۰۱۸
د ملالې یوسفزۍ ترور زوی وکیل سلطان روم له هغې سره ولیدل. ۳۰م مارچ ۲۰۱۸

د نوبل امن نړیوالې جایزې ګټونکې ملاله یوسفزۍ د خپل وطن په څلور ورځني سفر ده او نن په دویمه ورځ یې په اسلام اباد کې د سوات له مشرانو سره لیدنه پیل کړې.

ملالې یوسفزۍ د زیارت په ورځ په اسلام اباد کې له پاکستانيو ښځینه فعالانو سره هم ملاقات وکړ چې پکې برخه اخیستونکې ګلالۍ اسماعیل مشال رېډیو ته وویل، ملالې په پاکستان کې د تعلیم د ودې او ښځو د حقونو تحفظ لپاره د مبارزې جاري ساتلو هوډ وښود.

ملالې یوسفزۍ له عدنان تبسم سره ولیدل
ملالې یوسفزۍ له عدنان تبسم سره ولیدل

د سوات ښځو جرګې یوې مشرې عدنان تبسم هم له یوه پلاوي سره یوځای بېګا ماښام په اسلام اباد کې له ملالې یوسفزۍ سره لیدلي او وطن ته یې د هغه ورتګ ګټور بللی دی.

دا وايي چې له دې سره به نورې نجونه او ښځې هم وهڅېږي او زیاتوي پکار دا وه چې ملاله مخکې وطن ته ستنه شوې وه.

د سوات یوه بله مبارزه ګل خندانه وايي، د ملالې په لیدو زښته خوشاله ده او زیاتوي چې د ټول سوات او وطن لپاره د ویاړ خبره ده چې د دوی یوه بچۍ دومره مخکې ولاړه. او د خپل وطن او بلکې د ټولې دنیا د ماشومانو د تعلیم لپاره هلې ځلې کوي.

د امن نوبل جایزه ګټونکې ملالې يوسفزۍ په اسلام اباد کي په دوهمه ورځ له خپلو رشته دارو سره ليدلي دي. د هغې یوه ترور زوی وکیل سلطان روم چې له ملالې سره لیدلي وايي، یو هېښونکی منظر وو، د ملالې په سترګوو کې د خوشالۍ اوښکې وي. هغې له خپلو خپلوانو سره، له تره، ماماګانو، تروريانو سره ولیدل او ډېر زيات جذباتي مناظر ول.

​د ملالې پلار ضیاءالدین یوسفزی وايي چې سوات ته به هم ځي خو د امنیتي حالاتو له وجې وخت او نېټه نه شي په ډاګه کولای.

پرون د پاکستان وزيراعظم په دفتر کې د ملالې په اعزاز کېیوه غونډه هم جوړه شوې وه. په دغه موقع هغې له وزیراعظم شاهد خاقان عباسي سره و لیدل او ویې ویل چې خپل وطن ته ستېندل یې لوی ارمان وو او اوس ډېره خوشاله ده.

ملاله له خپلې کورنۍ سره خوا او شا پنځه نیم کاله پس د پاکستان سفر کوي نوموړې په د ۲۰۱۲ز کال اکتوبر کې طالبانو ویشتلې وه او بیا هغه د علاج لپاره برتانیا ته یووړل شوه چې اوس هم هلته اوسېږي او په اکسفورډ پوهنتون کې تعلیم کوي.

XS
SM
MD
LG