د لاسرسي ځای

تازه خبر

لاوروف: له ختيزې غوطې پاتې ياغيان هم ايستل شوي


د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف
د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف

د روسيې د بهرنيو چارو وزير وايي، د سوريې او روسيې ځواکونو له ختيځې غوطې څخه پاتې ياغيان هم ايستلي دي.

د سرګي لاوروف په خبره د سوريې دولتي ځواکونه د دمشق د دې اړوندې سيمې پر ٩٠ فيصده برخه کنټرول لري.

لاوروف پرون په مسکو کې د سوريې لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي سټيفن دي ميستورا سره تر کتنې وروسته يوه کنفرانس ته وويل: دا مهال ګڼ افراطي وسلوال له سيمې ايستل شوي دي.

د دمشق د اړوندې سيمې ختيزې غوطې د بيا نيولو لپاره پوځي عمليات په فبرورۍ مياشت کې پيل شول چې تر هغه وروسته روسيو او سوريو ځواکونو لوى ښار حلب په خپل کنټرول کې واخیست، او دا دواړو هېوادونو ته لويه بريا ګڼل کېږي.

خو د سوريې په اووه کلنه کورنۍ جګړه کې دا تر ټولو خونړي پوځي عمليات ګڼل شوي دي.

ملګري ملتونه او د بشري حقونو ډلې وايي، د دغو عملياتو پر مهال تر ١٦٠٠ زيات ملکيان وژل شوي او په زرګونو نور له لوږې، بېکورۍ او سخت صحي وضعيت سره مخامخ شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG