د لاسرسي ځای

تازه خبر

بنوڅیان نوې انتخاباتي حلقه غواړي


د بنو مشرانو، فعالانو او ځوانانو د نوې انتخاباتي حلقې نه تر لاسه کېدو او نورو ستونزو له کبله احتجاجي ناسته کړې.

د احتجاج یو ګډون وال زعفران خان ایډوکیټ د پنجشنبې په ورځ د پرېس کلب مخې ته د احتجاج په وخت مشال راډیو ته وویل، د انتخاباتي کمېشن مشر د ۲۰۱۷ز کال د سرشمېرنې پر اساس د قامي اسمبلۍ نوې حلقه په بنو کې د جوړېدو خبره کړې وه خو داسې و نه شول.

د پاکستان انتخاباتي کمېشن د قامي اسمبلۍ د څوکیو لپاره د حلقو لومړني لېسټ پرضد د شکایتونو درجولو لپاره د اپرېل تر درېمه وخت ورکړی.

د بنو انتظامیې د دغو خلکو د احتجاجي ناستې په اړه لا څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG