ماسکو وايي په سینټ پیټرزبرګ ښار کې امریکايي قونسلګري بندوي او د برتانیا، امریکا او نورو هېوادونو په شان له روسه هم هغه اومره سفارتکاران باسي لکه څومره چې هغوی ایستلي دي.
دغه اعلان بېګا د روس بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف له هغې څو ساعته وروسته وکړ چې وړاندې د وزارت ویاندې ویلي ول چې د غرب د ګامونو په ردعمل کې به د دوی اقدامات ډېر ژر څرګند شي.
د پخواني روسي جاسوس سرګي سکریپال او د هغه لور یولیا ته د زهرجنې کیمیاوي مادې ورکول کېدو په غبرګون کې برتیانیا، امریکا او ملګرو یې تر ۱۵۰ زیات روسي سفارتکاران وویستل.
برتانیا پر روس تور لګوي چې د زهر ورکولو تر شا لاس لري. خو ماسکو یې ردوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وویل حیرانه نه دي چې روس له خپل هېواده بهرني سفارتکاران باسي او زیاته یې کړه چې د دغه ګام دفاع نه شي کېدای.