د لاسرسي ځای

تازه خبر

هرات: طالبانو له پینځو تښتولو شویو کسانو یو وژلی


د افغانستان د هرات چارواکي وايي، وسله والو طالبانو له پینځو تښتولو کسانو څخه یو وژلی دی.

د والي ویاند جېلاني فرهاد بېګا مشال راډیو ته وویل، دا پینځه ملکي وګړي د پنجشنبې په ورځ په شین ډنډ ولسوالۍ کې تښتول شوي ول.

نوموړی وايي، په دوی کې د سکول دوه استادان هم شامل دي چې د خوښۍ یوه محفل ته په لاره ول چې وتښتول شول.

دی زیاتوي چې وسله والو طالبانو یو استاد وژلی دی او د پاتې څلورو کسانو په اړه معلومات نه لري.

طالبانو لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG