د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د اليس ويلز د سفر مهم هدف د افغان سولې پرمختګ دی"


اليس ويلز او تهمينه جنجوعه
اليس ويلز او تهمينه جنجوعه

پراګ - پاکستاني او امريکايي چارواکو د دوه اړخيزه اړيکو پر پياوړي کولو او په سيمه کې د سولې او امنيت پر ټينګولو خبرې کړي دي. د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د خپرې کړې خبرپاڼې تر مخه د جنوبي او مرکزي اسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو مرستیاله وزیره الیس ویلز د پنجشنبې پر ورځ د پاکستان په بهرنيو چارو وزارت کې د دې هېواد د بهرنيو چارو له سېکرټري تهمينه جنجوعه سره ملاقات وکړ.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د پنجشنبې پر ورځ په خپره کړې خبرپاڼه کې د اليس ويلز او تهمينه جنجوعه تر منځ د ملاقات ذکر کړی او ليکلي يې دي چې دواړو لوريو پر دوه اړخيزو او سيمه ييزو چارو په ځانګړې توګه په افغانستان کې د سولې په اړه خبرې اترې وکړې.

په ملاقات کې دواړو چارواکو سلا وکړه چې د فبروري پر ۲۷مه طالبانو ته د افغان ولسمشر اشرف غني د سولې وړانديز او له هغه وروسته د مارچ پر ۲۷مه په تاشکند کې د افغان سولې په اړه د نړيوالې غونډې د سپارښتنو بهير پرمخ وړلو ته اړتيا ده.

د مېرمن اليس ويلز د سفر مهم هدف د افغان سولې پروسې پرمختګ دی
اياز وزير

د پاکستان پخوانی ډيپلوماټ اياز وزير وايي چې پاکستان ته د مېرمن اليس ويلز د سفر مهم هدف د افغان سولې پروسې پرمختګ دی. نوموړی وايي چې ګمان کوي مېرمن ويلز ته د امريکا لخوا همدغه هدف سپارل شوی چې په افغانستان او سيمه کې امنيت راولي.

اياز وزير زياتوي ويلز د يو داسې حل لارې په لټه کې ده چې د ټولو غاړو لپاره د ګټې وړ وي تر څو جنګ بند شي او تجارت، ملګرتيا او تګ راتګ پېل شي.

په روان ۲۰۱۸م کال کې دا دوهم ځل دی چې اليس ويلز پاکستان ته سفر کوي. د پاکستان او امريکا اړيکې په دا وروستيو کې له هغه وروسته زياتې ترينګلې شوې کله چې امريکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ پاکستان ته ورکول کېدونکې مرستې وځنډولې او دغه هېواد يې له وسله والو سره په ملاتړ تورن کړ. خو د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وايي چې مېرمن ويلز او مېرمن جنجوعه سلا وکړه چې دواړه لوري به د هغو ټولو وسله والو ډلو پر ضد کاروايي کوي چې افغانستان او پاکستان دواړو ته خطر زېږوي.

امريکا او پاکستان به د هغو ټولو وسله والو ډلو پر ضد کاروايي کوي چې افغانستان او پاکستان دواړو ته خطر زېږوي
د پاکستان بهرنيو چارو وزارت

له دې وړاندې د پنجشنبې په غرمه په اسلام اباد کې اوونيزې خبرې غونډې ته د وينا پر مهال د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند ډاکټر محمد فيصل وويل چې اليس ويلز له لوړ پوړو پاکستاني چارواکو سره د ملاقات لپاره د پاکستان پر سفر ده او د دواړو هېوادونو تر منځ د ترهګرۍ د مخنيوي، فايننشل اېکشن ټاسک فورس يا د مالي اقدام کاري ډلې او د افغانستان په ګډون پر بېلا بېلو چارو د ګډ حل لارې لټولو لپاره تماسونه دوام لري.

XS
SM
MD
LG