د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پوځ ویاند وايي د پښتون ژغورنې غورځنګ زیاتره غوښتنې منل شوې


د پاکستان پوځ وياند ميجر جنرل اصف غفور
د پاکستان پوځ وياند ميجر جنرل اصف غفور

د پاکستان پوځ وياند ميجر جنرل اصف غفور د شورو/چارشنبې ورځ د پينډۍ په پوځي هېډکواټر کې خبريالانو ته وويل چې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتين زياتره غوښتنې منل شوي او په قبايلي سيمو کې چوکۍ (چيک پوستونه) د ولس ساتنې لپاره دي.

نوموړي زياته کړه:

(دا مسله د نقيب مسيد له وژنې سره شورو شوه او د نقيب مسيد په وژنه تورن راو انوار عدالت ته حاضر شوی نو دا مسله دلته حل شوه خو بيا دې مسلې ته مختلف شکلونه ورکړل شول. د منظور پښتين چې کوم بنيادي مطالبات وو نو هغه پوره کړل شوي دي. د وطن کارډ اعلان وشو او ترڅو چې د چيک پوستو خبره ده نو اوس هغه هم د پخوا غوندې نه دي او بله دا چې دا د ولس د خونديتوب لپاره دي. موږ د خپل شوق لپاره چيک پوستونه نه دي لګولي او نه موږ دغلته پاتېدل غواړو خو ترڅو چې خطره نه وي ختمه شوې نو تر هغو به دا چيک پوستونه وي.))

د ا په داسې حال کې ده، د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران وايي د اپرېل په اتمه به په پېښور کې د خپلو غوښتنو پوره کېدو لپاره يوه لويه جلسه کوي.

د پښتين جادو
تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:47 0:00

پښتون ژغورنې غورځنګ قبايلي سيمې له ماينونو پاکېدل، هلته پوځي چيک پوسټونه کمېدل، د غایب کړل شویو کسانو راستنېدل او د نقيب مسود وژنې په قضيه کې تورن پخواني پوليس چارواکي، راو انوار ته سزا ورکول غواړي.

د پاکستان پوځ وياند اصف غفور د شورو پر ورځ د پينډۍ په پوځي هېډکواټر کې خبريالانو ته دا هم وويل چې د باجوه ډاکټرين هدف يوازې پاکستان د امن لور ته بوتلل دي او د دې تعلق له اتلسم اييني ترميم يا عدليې سره نه شته. نوموړي د پاکستان پوځ د مشر او پنجاب وزير اعلا ترمنځ د څه قسمه سياسي جوړجاړي کېدو خبرونه هم رد کړل: ((تر څو چې د پوځ له مشر سره د چا د ملاقات خبره ده نو د ټولو شريک ملک دی او د ملک د چلولو لپاره له يوبل سره رابطې او رسمي غونډې کېږي. په ملاقاتونو څه اعتراض نه شته خو مسله هله جوړه شوه چې کله په رسنيو دا خبرونه راغلل چې د پوځ مشر له شهباز شريف سره پټ ملاقاتونه کړي او کېدای شي کوم سياسي جوړجاړی کېږي. نو دا غير زمه دارنه خبرې دي.))

د باجوه ډاکټرين اصطلاح ړومبی د پوځ وياند اصف غفور کارولې وه او له هغه وروسته چې کله په ۹ مارچ د پوځ مشر قمر جاويد باجوه له رسنيو سره په خبرو کې د ملک په اقتصاد، عدليې، خارجه پاليسۍ او تر دې چې د نواز شریف پر جلسو خبرې او د يو مېډيا ګروپ پر پاليسيونيوکې وکړې. نو له هغه وروسته ځينو رسنيو د ارمي چيف دغه څرګندونو او خيالاتو ته د باجوه ډاکټرين نوم ورکړ او ځينو سياستوالو دا تور ولګاو چې د اتلسم اييني ترميم د ختمولو او موجوده حکومت خلاف د عدليې کارولو هڅې روانې دي. خو د پوځ وياند دغه تورونه په سېشنبه/نهې رد کړل.

د پوځ وياند په خپله خبري غونډه کې دا هم وويل چې سعودي عرب ته لېږدونکی پاکستانی پوځ به د يمن او ايران خلاف نه کارول کېږي. نوموړي دا هم وويل چې له امريکا سره د پاکستان اړيکې نه دي درېدلي او خبرې ورسره روانې دي.

د پوځ وياند دا هم وويل چې افغانستان د پاکستان د غوښتنو مطابق په هېواد دننه د وسله والو د پټنځايونو پرضد عمليات پیل کړي او پاکستان به هم د خپل وس مطابق د افغانستان په سوله کې خپل رول لوبوي او د ټولو وسله والو خلاف بې توپيره عمليات روان دي.

XS
SM
MD
LG