د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتون ژغورنې غورځنګ د خپلو غړو راخوشي کېدل غواړي


په سوات کې د مظاهرې يوه برخه
په سوات کې د مظاهرې يوه برخه

د مارچ په ۲۶مه په سوات کې د پښتون تحفظ تحريک يا پښتون ژغورنې غورځنګ غړو په خپله مظاهره کې له حکومته غوښتنه کوله چې د تحريک هغه درې غړي راخوشي کړي چې په دې وروستيوو کې امنيتي ادارو بيولي دي.

په همدې ورځ د ياد غورځنګ غړو د پېښور پریس کلب مخې ته هم مظاهره وکړه. په احتجاج کې شامل، سکندرخان مشال راډيو ته وويل دوی د پښتنو د حقونو لپاره راوتي دي او که ستونزې ورته جوړېږي نو نور خلک به لارو کوڅو ته راوځي:

هغه زياته کړه: ((زموږ درې کسان يې تښتولي دي. موږ غواړو چې رياست خلکو سره دا چلونه ونه کړي. موږ خپل آييني حقونه غواړو. نو دا دې راکړي کنه! که یې نه راکوي نو دې سره به نور خلکو راولاړېږي.))

پر خېبر پښتونخوا سربېره د بلوچستان، سند او پنجاب په بېلابېلو ښارونو کې هم د دې تحريک غړو احتجاجونه وکړل.

پښتون تحفظ تحريک غوښتنه کوي چې په کراچۍ کې د يو وزيرستاني ځوان، نقيب الله مسود پر وژنې تورن نيول شوي، د ملير پوليسو پخواني ايس ایس پي راو انور ته دې سزا ورکړل شي، قبايلي سيمې دې له ماينونو پاکې شي او هلته دې پوځي چيک پوسټونه کم شي. د پېښور له مظاهرې ثنا اعجاز وويل چې دوی په سوله ييز ډول مظاهرې کوي او پکار ده چې حکومت یې په سړه سينه خبرې واوري.

دې غورځنګ همداراز غوښتنه کړې چې غېب کړل شوي ځوانان دې خپلو کورونه ته راستانه کړل شي. دوی د فرورۍ په لسمه په اسلام اباد کې خپل پرلت د حکومتي وعدو وروسته د يوې مياشتې لپاره وځنډاوه خو اوس وايي يو ځل بيا به اسلام اباد ته په احتجاج ځي.

ثنا اعجاز: زموږ غوښتنې د آيين مطابق دي
ثنا اعجاز: زموږ غوښتنې د آيين مطابق دي

هغه مهال ورسره د وزيراعظم سلاکار، اميرمقام په ليکلې بڼه د دغو غوښتنو د عملي کولو ژمنه کړې وه. نوموړي پرون مشال راډيو ته وويل چې د پوځ پورې تړلې غوښتنې لکه د غېب کړل شوو ځوانانو راخوشي کولو کې د ملکي حکومت چارواکي ځکه څه نه شي کولی چې دوی نه پوهيږي دغه کسان ولې نيول شوي دي.

نوموړي زياته کړه: ((موږ خپلې وعدې پوره کړې دي. دوی د ماينونو پاکېدو خبره کوله، پر هغې کار روان دی. دوی ويل چې د نقيب مسود په قتل تورن راو انوار دې ونيول شي، هغه ونيول شو. دوی د چيک پوسټونو کمولو او لادرکه کسانو د موندنې مطالبه کوله نو هغه زموږ په اختيار کې نه ده. متعلقه ادارې [پوځ] په خپل کار ښه پوهيږي او دا په هغوی پورې اړه لري چې دې برخه کې څه وکړي.))

د پښتون تحفظ تحريک مشري منظور پښتون کوي. دوی ويلي دي چې حکومت خپلې ټولې وعدې نه دې پوره کړي نو ځکه به په پېښور کې د اپرېل په اتمه او بيا وروسته په اسلام اباد کې خپله لويه جسله کوي.

XS
SM
MD
LG