د لاسرسي ځای

تازه خبر

کرملین: پوتین اوس هم چمتو دی چې له ډونالد ټرمپ سره وویني


ډونالد ټرمپ او ولادیمیر پوتین
ډونالد ټرمپ او ولادیمیر پوتین

کرملین نن وویل سره له دې چې لوېدیځ په برتانیا کې د پخواني جاسوس د مسمومېدو د قضيې اړوند زیات شمېر روسي دیپلوماتان ایستلي دي، ولسمشر ولادیمیر پوتین اوس هم چمتو دی چې له خپل امریکايي سیال ډونالد ټرمپ سره وویني.

د کرملین ویاند دمیتري پسکوف وویل روسیه چمتو ده چې د خپلو شریکانو د چمتووالي په صورت کې د امریکا په ګډون له ټولو هېوادونو سره ګټورې او باوري دوه اړخیزې اړیکې ولري.

نوموړي وویل دوی معلومات نه‌لري چې ولسمشر ټرمپ له ولسمشر پوتین سره کتنې ته چمتو دی او کنه.

امریکا په برتانیا کې د پخواني روسي جاسوس او د هغه د لور د مسمومېدو له پېښې وروسته چې لندن وايي مسکو يې تر شا دی، د روسيې د ۶۰ دیپلوماتانو د ایستلو پرېکړه وکړه .

روسیه د سرګې سکریپال او د هغه لور په مسمومېدو کې لاس لرل ردوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG