د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کوهاټ کې د ګېس چڼلو بټۍ پرانستل شوه


د پاکستان وزیراعظم شاهد خاقان عباسي د خیبر پښتونخوا په کوهاټ کې د تولانج ګیس چاڼلو بټۍ پرانستلې ده.

د سېشنبې په ماښام په دغه اړه یوې غونډې ته نوموړي وویل چې حکومت يې د ګېس او بجلۍ پیداوار زیاتولو ته ژمن دی.

وزیراعظم وویل په کوهاټ کې د ګېس چڼلو دغه مرکز په صوبه کې تر ټولو لوی دی او دا به هره ورځ شل میلیونه کیوبیکه ګېس پیدا کوي.

د پاکستان سرکاري راډیو په یو راپور کې ویلي چې د تولانج ګېس چڼلو بټۍ پلانټ به هر کال ۳۱ میلیونه ډالره ګټي.

دا بټۍ د پاکستان یوې شخصۍ کمپنۍ د ۱۵میلیونه ډالرو په لګښت جوړ کړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG