د لاسرسي ځای

تازه خبر

تاشکند کانفرانس: طالبان دې خبرو ته کښېني


تاشکند کانفرانس په خپله اعلامیه کې په افغان حکومت او وسله والو طالبانو غږ کړی دی چې له یو بل سره خبرو ته کښېني.

دغه کانفرانس چې بېګاه پای ته ورسېد، په شریکه اعلامیه کې پر افغان حکومت او وسله والو طالبانو غږ وکړ چې خپلمنځۍ خبرې پیل کړي.

دې کنفرانس په داسې وخت کې په افغانستان کې پر سیاسي جوړجاړي ټینګار کړی دی چې وسله والو طالبانو لاهم په رسمي توګه د افغان ولسمشر اشرف غني د سولې د وړاندیز ځواب نه دی ویلي.

په دې کنفرانس کې د افغانستان او ازبکستان د ولسمشرانو ترڅنګ د اروپايي اتحادیې، امريکا، روس، پاکستان او ايران په ګډون د څه باندې ۲۰ هېوادونو او نړیوالو سازمانونو استازیو ګډون کړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG