د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان او افغانستان په کرکټ کې د درغلیو مخنیوي لپاره څه کوي؟


پخوانی عکس
پخوانی عکس

د اسټرالیا د کرکټ لوبغاړو له خوا د بال ټیمپرینګ یا په ناقانونه توګه د بال ګرولو پېښې د کرکټ چارواکو او مینه والو غصه را پارولې ده.

دوي د اسټرلیايي لوبغاړو دا کار غندلی او دا یې د یاد هیواد اړ نړیوال کرکټ پر مخ نور داغ بللی دی.

د اسټرالیا د کرکټ ادارې په دې پېښه کې ککړ درې لوبغاړي کپتان سټیون سمیت ، ډېویډ وارنر او کېمرون بېن کروفټ له جنوبي افریقا څخه خپل هیواد ته وربللي دي.

دا له هغه وروسته ده چې د جنوبي افریقا او اسټرالیا ترمنځ په کېپ ټاوڼ کې د کېډونکې ټسټ لوبې پرمهال ټلویژن وښودله چې د اسټرالیا کېمرون بېن کروفټ په ناقانونه توګه د بال پر ګرولو لګیا وو.

دې لوبغاړو بیا وروسته ومنله چې دا کار دوي وار له مخه سنجولی وو خو د تر سره شوو پلټنو له مخې د لوبډلې روزونکی ډېمن مارټن په دې نه وو خبر.

دا د کرکټ په لوبه کې داسې لومړۍ پېښه نده بلکې تر دې وړاندې هم په وار وار شوي او په تېرو درو لسیزو کې پاکستانیو لوبغاړو د نورو پرتله زیاتې داسې هڅې کړې دي.

د پاکستان پر کرکټ نظر لرونکی علي هوتي وايي ، د پاکستان کرکټ بورډ که څه هم د داسې پېښو مخنیوي لپاره لوبغاړو ته زونه ورکوي خو بیا هم په کار ده چې د پخوا پرتله زیاته پاملرنه ورته وکړي.

د افغانستان د کرکټ پخوانی لوبغاړی او اوس د ځوان لوبغاړو روزونکی ریس احمدزی وايي دوي دې خبرې ته وار له مخه پام کړی دی.

ده وویل ، که چېري بیا هم کوم افغان لوبغاړي داسې څه وکړل نو د کرکټ بورډ به داسې سزا ورکوي چې د نورو لپاره د زده کړې وړ وي.

که څه هم افغانستان په نړیوال کرکټ کې نوی دی خو بیا یې هم پر وکټ ساتونکي لوبغاړي محمد شهزاد د ممنوعه درملو خوړو له کبله یوه کلنه پابندي د روان کال د جنورۍ پر ۷مه نېټه پای ته ورسېده.

خو د پاکستان پر یو شمېر لوبغاړو د درغلیو له کبله ټول عمري ، پنځه کلنې او درې کلنې پابندۍ لګول شوې دي.

XS
SM
MD
LG