پراګ - د دې غورځنګ يو مشر، محسن داوړ د مارچ پر ۲۴مه مشال راډيو ته وويل چې په بلوچستان کې یې تر جلسو وروسته پوليسو پر ضد ايف، آيي، ار درج کړی وو خو بايد په خېبر پښتونخوا کې داسې ونه شي.
د هغه په وېنا د سياسي ګوندونو سره هم په اړيکه کې دي او غواړي چې د هغوی غړي هم په دې مظاهره کې برخه واخلي.
پښتون ژغورنې غورځنګ قبايلي سيمې له ماينونو پاکېدل، هلته پوځي چيک پوسټونه کمېدل، د غېب کړل شوو کسانو راستنېدل او د نقيب مسود وژنې په قضيه کې تورن پخواني پوليس چارواکي، راو انوار ته سزا ورکول غواړي.
په پېښور کې د جلسې لپاره د مارچ پنځه ويشتمه نېټه ټاکل شوې وه خو د دې غورځنګ ځينو مشرانو وويل چې د سکولونو او کالجونو د چټيانو يا رخصتيوو له وجې يې دا دهرنه د اپرېل اتمې ته وځنډوله.